د خوست ګمرک اداري ناسته جوړه شوه

KHOST MEETING.jpg

9 جوزا 1403

د خوست ګمرک اداري ناسته تېره ورځ د یاد ګمرک د رئیس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو، د ورځنیو چارو په لا ښه والي، د شته ستونزو پر حل، په سمه توګه له ګمرکي تجهیزاتو څخه په ګټې اخیستنې، د سوداګریزو توکو په چټکو طی مراحلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.