د ابو نصر فراهي ګمرک د هنګرونو او د لیلیې د جوړیدو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

ANGAR FARAH.jpg

9 جوزا 1403

د ابو نصر فراهي ګمرک د دوه بابه هنګرونو او د لیلیې د جوړیدو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې د هنګرونو چارې (۶۶) سلنه او د لیلیې چارې (۳۰) سلنه بشپړې شوي او ژر به یې پاتې چارې هم بشپړې شي. یادې پروژې تېر کال د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۴۶.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې په جوړیدو سره به یې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګریزو توکو له خراب والي څخه به هم مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو چارې د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري په جدي ډول څارل کیږي څو چارې یې له جوړ شوي پلان سره سم پر پلي شي.