د خوست په محصولي ګمرک کې د صادراتي توکو د محمولو سیم او سرغچ کولو بهیر پیل شو

عکس.jpg

8 جوزا 1403

دخوست په محصولي ګمرک کې د صادراتي توکو په ځانګري ډول د ډبرو سکرو د محمولو سیم او سرغچ کولو بهیر تېره ورځ د یاد ګمرک د رئیس الحاج ملا عبدالهادي ‘ابرار’ له لوري په رسمي ډول پیل شو. د دې بهیر د پیل کیدو موخه د قاچاق او د هوا له ککړتیا څخه مخنيوی، د ګمرکي اصولو عملي کول او په شفاف ډول د ګمرکي عوایدو راټول دي. همدا رنګه نن د خوست ولایت د غلام خان په ګمرک کې د سوداګرو په غوښتنه د سریع الفساد صادراتي توکو طی مراحل هم پیل شول، چې .له دې سره به سوداګرو ته اسانتیا رامنځته شي او د یادو توکو له خرابوالي څخه به هم مخنیوی وشي.