د ننګرهار ګمرک رئیس د ننګرهار سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او غړو سره وکتل

مجلس ننګرهار.jpg

8 جوزا 1403

 د ننګرهار ګمرک رئیس محمد خالد عمر، چې د یاد ګمرک مرستیالانو هم شتون درلود د ننګرهار سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ پروسې په چټکوالي، په ګمرکي پړاوونو کې د لا اسانتیا او د ښې همغږۍ رامنځته کولو، د شته ستونزو د له منځه وړلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. د سوداګرو په استازیتوب ډاکتر مخلص احمد او حاجي زلمي د ننګرهار ګمرک له رهبرۍ څخه مننه وکړه ، چې د پخوا په پرتله سوداګرو ته په ننګرهار ګمرک کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي دي، او ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه کېږي. دوی په ځینو برخو کې د سوداګرۍ بهیر د لا ښه کېدو او د ګمرکي پړاوونو په ځینو برخو کې د لا اسانتیا غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار ګمرک د مسؤلینو له لوري یې د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.