د فاریاب ولایت د آقینې ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي قوانینو په تړاو روزنیز پروګرام پیل شو!

training.jpg

7 جوزا 1403

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال د تدریسي پلان له مخې د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د آقینې ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکنې، تعرفې او اړوندو برخو کې روزنیز پروګرام پیل شو.
یاد روزنیز پروګرام به (۱۵) ورځې دوام وکړي او د دغه ګمرک د کارکوونکو وړتیا ته په کتو سره به د دوی مسلکي اړتیاوې ور پوره او شته ستونزې به یې حل کړای شي