د تورخم په ګمرک کې سلګونه جلده جعلي لایسنسونه ونیول شول

لایسنس.jpeg

3 جوزا 1403

د تورخم ګمرک د مسافرینو د محمولو د چک مدیریت له لوري تېره ورځ (۳۹۰) جلده د موټر چلولو جعلي لایسنسونه کشف او ونیول شول.
یاد لایسنسونه، چې په ډیر مهارت سره د مسافرینو د وسایلو د لېږد په وسیله (بیک) کې ځای پر ځای شوي ول او او جعل کارانو غوښتل چې له پاکستان هیواد څخه یې افغانستان ته په پټه راوړي.
نیول شوي جعلي لایسنسونه او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.