د بلخ ګمرک اداري ناسته جوړه شوه

majles.jpg

2 جوزا 1403

د بلخ ګمرک اداري ناسته تېره ورځ د یاد ګمرک د رئیس الحاج مولوي محمد عبدالله بلال په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د بلخ محصولي ګمرک او د حیرتان سرحدي ګمرک امرینو او د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو په پیل کې د بلخ ګمرک رئیس د ورځنیو چارو د لا ښه والي، په خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسیدو، د کارکوونکو تر منځ د پوره همغږۍ رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ناستې ګډونوالو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
همدا رنګه په دې ناسته کې په ورځنیو ستونزو او حل لارو بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.