مالیې وزارت په ګمرکونو کې برېښنایي حکومتولي او سیسټم جوړونې ته لومړیتوب ورکړی

رياست عمومی ګمرکات.jpeg

2 جوزا 1403

د مالیې وزارت له لوري په اړوند ادارو کې د برېښنايي حکومتولي پلي کولو او سیسټم جوړونې ته لومړیتوب ورکول شوې او په دې برخو کې د پام وړ اقدامات ترسره شوي دي.
پر همدې بنسټ، په (۱۴۰۲) مالي کال کې د هیواد د ګمرکونو اړوند (اسیکوډا) په سیسټم کې د پام وړ اسانتیاوې او اصلاحات رامنځته شوي دي؛ د حیرتان، خوست او کندهار ګمرکونو کې د کورني ټرانزیټ فورم (ټي 1) او اظهار لیک نښلول، د تورخم، کونړ او حیرتان ګمرکونو کې د بیې ایښودنې ماډیول پلي کول، د انالوګ تلو سیسټمي کولو لپاره د سافټویر جوړول، د ډیجیټل تلو سافټویر نوی کول او یادې تلي سره نښلول، په لویو ګمرکونو کې د څارنې پرمختللې کامرې فعالول او د اسیکوډا او د افغانستان بانک (CBS ) سیسټمونو د نښلولو مهمې چارې ترسره شوي دي.
د اسیکوډا په سیسټم کې د یادو ګټورو اصلاحاتو له رامنځته کېدلو سره به؛ د ګمرکي عوایدو د تیښتې او فساد مخنیوی وشي، په چارو کې به لا چټکتیا رامنځته او اړوند چارې به په پوره روڼتیا سره د سیسټم له لارې ترسره شي.