د ننګرهار ګمرک ۵۲ کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

۱.jpeg

1 جوزا 1403

د ګمرکونو ملي اکاډمۍ له لوري د ننګرهار ګمرک (۵۲) کارکوونکو ته جوړ شوی (۲۵) ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
د ننګرهار ګمرک رئیس محمد خالد عمر د ګمرکونو د لوی ریاست له رهبرۍ او د ګمرکونو ملي اکاډمۍ له مسؤلینو او ښوونکو له همکاریو مننه وکړه او کارکوونکو ته یې وویل، چې له زده کړل شویو موضوعاتو څخه په کاري ساحه کې ښه ګټه واخلي او چارې په پوره ریښتینولۍ سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې روزنیز ورکشاپ کې کارکوونکو ته د ګمرکونو قانون، ګمرکي پروسیجرونو، اسیکوډا سیستم او نورو اړوندو تقنیني ګمرکي سندونو په برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.