د ګمرکونو لوی ریاست د بیې ایښودنې په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوي رامنځته کړې دي

۵۵.jpg

30 ثور 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري په ګمرکونو کې د فساد د مخنیوي، سوداګرو ته د لا ډیرو اسانتیاوو رامنځته کولو، په چارو کې د چټکتیا او د یو شان اجرااتو په موخه؛ په ګمرکونو کې د سوداګریزو اموالو د بیې ایښودنې په برخه کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کړي دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، په (۱۴۰۲) مالي کال کې (۱۴۲۷۹) د سوداګریزو اموالو ځانکړي، (ټي سي ایس) کوډونه، چې په غیر معیاري بڼه ثبت شوی وو او فساد ته یي زمینه برابروله، په سیسټم کې بند او غیر فعال کړي دي.
یاد ریاست، همدا رنګه د بیې ایښودني له اصولو سره سم، د نویو اقلامو لپاره، (۱۹۹۶۱) نوي (ټي سي ایس) کوډونه په معیاري بڼه جوړ او فعال کړي دي، چې ورسره د ګمرکي تعرفو په برخه کې برابروالی او بشپړه روڼتیا رامنځته شوې ده.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تعرفې او بیې ایښودنې کوډونو د ښه تطبیق او په دې برخو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه؛ یوه تخنیکي کمیټه جوړه شوې ده، چې په منظم ډول په یاده برخه کې کار کوي او په ۱۴۰۲ کال کي یي، د (۱۰۵۳) تعرفوي کوډونو ارزونه کړې، چې پر بنسټ یي (۸۶۳) ټي سي ایس کوډونه اصلاح شوي دي.