Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د کابل ګمرک اداري ناسته جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د کابل ګمرک اداري ناسته جوړه شوه

4.jpg

27 ثور 1403

د کابل ګمرک اداري ناسته د یاد ګمرک د رئیس الحاج مولوي محمد داود ایوبي په مشرۍ تېره ورځ جوړه شوه. په دې ناسته کې، چې د کابل ګمرک د تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو تر څنګ د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو، په پیل کې د کابل ګمرک رئیس د ګمرکي طی مراحلو، په خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسیدو او له دوی د ښه چلند، په اړوندو چارو کې د پوره همغږۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل. همدا رنګه په ورځنیو چارو کې پر شته ستونزو او حل لارو بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.