Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هرات ګمرک اداري ناسته جوړه شوه د غویې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هرات ګمرک اداري ناسته جوړه شوه د غویې

1.jpg

26 ثور 1403

د هرات ګمرک اداري ناسته تېره ورځ د یاد ګمرک د رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ جوړه شوه. په دې ناسته کې، چې د ګمرک د عملیاتي مرستیال تر څنګ د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو، د هرات ګمرک رئیس د ګمرکي طی مراحلو په پروسه کې د اسانتیا او روڼتيا په رامنځته کولو، مراجعينو ته پر اسانتيا او د احتمالي ځنډ پر مخنیوي ټینګار وکړ او په اړه یې د ګډونوالو نظرونه واوریدل شول. همدا راز د ټولو برخو مسؤلینو ته لارښوونه وشوه، چې د ریاست مقام ته د اداري غونډو د پرېکړو د تطبیق په اړه  ډاډ ورکړي او د مراجعینو د زیاتوالي په پام کې نیولو سره، د سوداګریزو شرکتونو استازیو ته توصیه وشي، تر څو د رسمي کاري وخت له پیل سره سم پرته له کوم ځنډ څخه خپلو ګمرکي طی مراحلو ته حاضر شي.