د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۳ مالي کال لومړنۍ ناسته جوړه شوه

جلسه تعرفه.jpg

26 ثور 1403

د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۳ مالي کال لومړنۍ ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې، چې د یادې کمېټې غړو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویل او له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د لاندې ذکر شویو اقلامو په اړه د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې او هر اړخیز تحلیل د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ، چې د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي لاندې پریکړې وکړې، چې د مالیې وزیر له منظورۍ وروسته به د تعرفې له اصولو سره سم پلي شي.








































































شمېره



د جنس نوم



پخوانۍ د ګمرکي تعرفې فیصدي



اوسنۍ ټاکل شوې تعرفه



۱



چاکلیټ



۲۰ سلنه



۳۰ سلنه



۲



بسکویټ



۱۶ سلنه



۳۰ سلنه



۳



کیک او کلچې



۲۰ سلنه



۳۰ سلنه



۴



سبوس



۵ سلنه



۸ سلنه



۵



ژیلیټ



۱۰ سلنه



۱۲ سلنه



۶



باد پکه



۵ سلنه



۶.۵ سلنه



۷



تصفیه شوي د ډبرو سکاره (صادراتي)



۵ سلنه



۱ سلنه



۸



باډي سپرې



۱۶ سلنه



۱۲ سلنه



۹



تغلیظ شوې شیدې



۱۰ سلنه



۳۰ سلنه



۱۰



اش



۱۰ سلنه



۲۰ سلنه



 


د دې تر څنګ د هندواڼې موسمي تعرفه له ۶۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوه، چې موسمي وخت یې د غویې یا ثور میاشتې له (۱۵مې) څخه پیل بیا د لیندۍ یا قوس میاشتې تر پایه وټاکل شو او د هندواڼې عادي ګمرکي تعرفه ۴۰ سلنه وټاکل شوه.


همدارنګه په سوداګرۍ کې د اسانتیا لپاره په یاده کمېټه کې د یو شمېر اجناسو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه.