د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندنې او پروسس کمپنۍ له رئیس سره وکتل

1.jpeg

24 ثور 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس نن په خپل کاري دفتر کې د مس عینک کان د کیندنې او پروسس کمپنۍ له رئیس سونګ ون بینګ (Song Wenbing) او مل پلاوي سره وکتل. 
په دې کتنه کې دواړو لوریو د مس عینک کان د کیندنې د قرارداد اړوند په مالیاتي مسایلو، د پروژې د پراختیا په مرحله کې د ګمرکي عوارضو په معافیت، په ګمرکي پړاوونو کې د اسانتیاوو په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. 
د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندنې او پروسس کمپنۍ رئیس ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو ته په کتو به له ټاکل شویو اصولو سره سم د یادو موضوعاتو د حل په برخه کې پوره همکاري وکړي.