Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د کندهار ګمرک رئیس د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د کندهار ګمرک رئیس د دې ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

kandahar.jpeg

22 ثور 1403

د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر نن د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس محمد صدیق مهمند په شتون کې د یاد ولایت د وچو میوو د سوداګرو ټولنې له رئیس او غړو سره د ګمرک په ریاست کې وکتل.
په دې ناسته کې، چې د ګمرک امرینو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هم شتون درلود، دواړو لوریو د وچو او تازه میوو او ریحان په سوداګرۍ، د قاچاقي توکو په مخنیوي او د ځینو اقلامو په تعرفې بحث او خبرې وکړې.
یادو سوداګرو په ګمرکي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته په برخه کې د کندهار ګمرک له رئیس څخه مننه وکړه او په هیواد کې یې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه خپلې مشورې هم شریکې کړې.
د کندهار ګمرک رئیس له دوی څخه د مننې تر څنګ د لا روڼتیا او اسانتیاوو د رامنځته کیدو لپاره د سوداګرو او ګمرک تر منځ په لازمې همعږۍ ټینګار وکړ او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې ټولو ستونزو ته یې پر خپل وخت رسیدنه وشي.