د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې، تعرفې او لابراتوارونو د برخې له مسؤلینو سره ناسته وشوه

WWW.jpeg

22 ثور 1403

د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې، تعرفې او لابراتوارونو د برخې له مسؤلینو سره ناسته نن د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د بیې ایښودنې رئیس، د تعرفې او د بیې ایښودنې امرینو او یو شمېر نورو اړوندو کارکوونکو هم ګډون کړې وو، په ولایتي ګمرکونو کې د بیې ایښودنې، تعرفې او لابراتوارونو په برخه کې پر شته ستونزو او حل لارو، په سمه توګه د بیې ایښودنې له میتودونو څخه پر ګټې اخیستنې، په کاري ساحه کې د درې واړو برخو د مسؤلینو تر منځ په پوره همغږۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې، تعرفې او لابراتوارونو د برخې مسؤلینو په خپل وار سره په اړوندو چارو کې خپلې شته ستونزې شریکې کړې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د علمیاتي مرستیال او نورو مسؤلینو له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.