Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

1111.jpeg

20 ثور 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د روان ۱۴۰۳ مالي کال ۳مه اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو او رئیسانو ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو په لا ښه والي، د هیواد په ګمرکونو کې د صادراتي، وارداتي او ترانزیټي توکو په برخه کې د سوداګرو پر ستونزو او حل لارو، په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه په ګمرکونو کې د اسانتیا په رامنځته کیدو او پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.