د روان مالي کال د وري په میاشت کې د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

1.jpeg

18 ثور 1403

د روان مالي کال د وري په میاشت کې د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو د تخنیکي ارزونې په موخه ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو. امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو.
غونډه د قران عظیم الشان د څو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ور پسې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او په دې برخه کې د مسؤلینو له لوري د دوی د هڅونې، په خپل وخت سره شته ستونزوته د رسیدنې، په سمه توګه د اړوندو چارو د تر سره کیدو او ځینو نورو برخو کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د ۱۴۰۳ مالي کال د وري په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو.