Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د بلخ ګمرک اداري ناسته جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د بلخ ګمرک اداري ناسته جوړه شوه

18 ثور 1403

د بلخ ګمرک اداري ناسته د یاد ګمرک د رئیس الحاج مولوي محمد عبدالله بلال په مشرۍ د دې ګمرک په ریاست کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د بلخ ګمرک د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو په ورځنیو چارو کې پر شته ستونزو او حل لارو، د چارو په لا روڼتیا، د مراجعینو ستونزو ته پر خپل د رسیدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وشوې.
د بلخ ګمرک رئیس د ټولو برخو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې اړوندو چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولې چارې په پوره همغږۍ سره تر سره کړي.