Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ننګرهار او هرات ګمرکونو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په تړاو ښوونیز پروګرامونه پیل شول | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ننګرهار او هرات ګمرکونو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په تړاو ښوونیز پروګرامونه پیل شول

1.jpg

18 ثور 1403

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري د (۱۴۰۳ هـ.ل) کال د تدریسي پلان له مخې د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د ننګرهار او هرات ګمرکونو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکنې، تعرفې، ګمرکي رويو، ګمرکي عوارضو او نورو اړوندو برخو کې په نظري ډول او په ورځني ډول د کارکوونکو د کارونو د ارزولو او ګمرکي اصولو د تطبیقاتو په موخه په عملي شکل روزنه پیل شوه.
یاد روزنیز پروګرامونه، چې يوه نیمه میاشت به دوام وکړي د یادو ګمرکونو د کارکوونکو ظرفیت ته په کتو سره به د دوی مسلکي اړتیاوي ور پوره او شته ستونزي حل کړي.