د کندهار ګمرک اداري ناسته د یاد ګمرک د رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د دې ګمرک د ریاست په مقام کې جوړه شوه.

kandahar acd.jpeg

16 ثور 1403

په دې ناسته کې، چې د کندهار ګمرک د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو، د کندهار ګمرک په ورځنیو چارو کې پر ستونزو او حل لارو، د کارکوونکو تر منځ په لازمې همغږۍ، د سوداګرو ستونزو ته پر وخت د رسیدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وشوې.
د کندهار ګمرک رئیس اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې هم وکړې.