د کابل نړیوال هوایې ډګر د ګمرک ریاست اداري ناسته جوړه شوه

meeting.jpeg

16 ثور 1403

د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک د رئیس الحاج مولوي احمد منیب په مشرۍ اداري ناسته نن د یاد ګمرک په ریاست کې تر سره شوه. په دې ناسته کې چې د کابل هوایې ډګر ګمرک د ټولو برخو مسؤلینو ګډون کړې وو په پیل کې  د یاد ګمرک رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې موږ باید ټولې را سپارل شوې چارې په پوره مسؤولیت او ایماندارۍ سره تر سره کړو او خپلو هیوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو. په دې ناسته کې د ټولو برخو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې په شفاف ډول د عوایدو راټولیدو ته باید جدي پاملرنه وشي او پر خپل وخت سره دې هیوادوالو ته غوره او چټک ګمرکي خدمتونه وړاندې شي.