د کندهار، هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي

خوارکه قاچاق.jpg

13 ثور 1403

د کندهار، هرات، فراه او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو روانه اوونۍ د یادو ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په دې نیول شویو توکو کې (۳۳۸۰) کیلو ګرامه پاکستاني انساني طبي درمل، (۵۸۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۳۱۰۴) کیلو ګرامه رُب، (۲۳۵۰) کیلو ګرامه پاکټي شیدې، (۱۳۲۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۹۶۳) کیلو ګرامه لوبیا، (۷۰) کارتنه کیچپ، (۲۰۸) کیلو ګرامه لواشک او (۱۳) بستې پایپونه شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیر رسمي لارو یې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړي.
نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.