د کندهار، فراه او ننګرهار په ولایتونو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي
6 ثور 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د کندهار، فراه او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په دې نیول شویو توکو کې (۱۹۶) دانې بېلابیل ډوله ټچ مبایلونه، (۱۵۶۰) کیلو ګرامه پاکستاني انساني درمل، (۱۴۷۶) کیلو ګرامه رُب، (۲۴۱۶) کیلو ګرامه چاکلیټ او (۸۴۰) کیلو ګرامه ګوړه شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي. نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.