د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته جوړه شوه

۵۵۵.jpeg

5 ثور 1403

د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په شتون کې نن د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو ګډون کړې وو.
په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ته ښه راغلاست وویل او د دواړو ریاستونو تر منځ یې په اړوندو چارو کې پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي سعید وویل، چې د دواړو ریاستونو تر منځ همغږي د خدمتونو په وړاندې کولو او د اغیزمنو پلانونو په ترتیب او پلي کیدو کې مهم رول لري.
همدا شان په دې ناسته کې په هیواد کې د سوداګرۍ د ودې او د مالیاتو د راټولیدو په موخه د سوداګرو ستونزو ته پر خپل وخت د رسیدو او دوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کیدو، د داسې طرحو په جوړیدو چې د دواړو ریاستونو عواید اغیزمن نه کړي، د دواړو ریاستونو له لوري د خامو موادو د راوړونکو فابریکو د چارو په څارنې او کنټرول، په اصولي ډول د سوداګریزو شرکتونو د پخوانیو باقیاتو په راټولیدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې. همدا رنګه په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې په میاشتني ډول دې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو او په ولایتونو کې دې د ګمرکونو او مستوفیتونو تر منځ د همغږۍ دا ډول ناستې جوړې شي.