د هیواد د ګمروکونو له مسؤلینو سره د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته وشوه

۱.JPG

4 ثور 1403

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو له مسؤلینو سره په نوي مالي کال کې د ګمرکي چارو د لا ښه والي په موخه مشورتي ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کیدو، په هیواد کې د سوداګرۍ په لا ودې، پر خپل وخت سره د سوداګرو ستونزو ته په رسیدو، د ګمرکي بهادارو سندونو په کنټرول، د کارکوونکو د وړتیا په لوړولو، د قاچاقي توکو په مخنیوي، د ګمرکي طی مراحلو په ساده کولو، په ګمرکونو کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو او د یادو پروژو له روانو چارو څخه په څارنې، د اداري چارو په لا ښه والي، د ګمرکونو په ګدامونو کې له ضبطي توکو څخه په څارنې او یو شمېرو نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او سلا مشورې شوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.