د نیمروز او فراه په ولایتونو کې قاچاقي توکي ونیول شول

IMG-20240421-WA0026.jpg

2 ثور 1403

د نیمروز او فراه ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي کشف او ونیول.
په دې نیول شویو توکو کې (۱۸۲۰) کیلو ګرامه پاکستاني انساني طبي درمل، (۲۹۷۶۰) پاکټه نشه یې درمل، (۶۰۵) کیلو ګرامه رُب، (۲۳) بستې خوراکي لوبیا، (۳۳۶) کیلو ګرامه پلاستیک او (۵۴۳) کیلو ګرامه چاکلیټ شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي. 
یاد نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو لویو لارو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیمونه فعاله دي او چاته اجازه نه ورکوي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.