Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار، نیمروز او فراه ګمرکونو له رئیسانو سره په یو شمېر ګمرکي مسایلو خبرې وکړې. | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار، نیمروز او فراه ګمرکونو له رئیسانو سره په یو شمېر ګمرکي مسایلو خبرې وکړې.

kandahar visit.jpg

27 حمل 1403

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د یو پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته په رسمي سفر تللی، هلته یې د کندهار، نیمروز او فراه ګمرکونو له رئیسانو سره د کندهار ګمرک په ریاست کې وکتل. په دې کتنه کې د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته په سمه توګه د سوداګریزو توکو د تشریح، بیې ایښودنې، بررسۍ او لابراتوار، پر خپل وخت سره د سوداګرو او نورو مراجعینو ستونزو ته په رسیدنې، د سوداګریزو توکو د چټکو طی مراحلو لپاره له ټاکل شوي وخت څخه د زیات کار کولو، د کارکوونکو تر منځ د لازمې همغږۍ رامنځته کیدو، د چارو د لا ښه والي او روڼتیا رامنځته کیدو په موخه د اداري سلسله مراتبو د مراعتولو او اطاعت پذیرۍ او ځینو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.د ګمرکونو لوی رئیس په ۱۴۰۲ مالي کال کې د یادو ګمرکونو تر سره شوې کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د دې ګمرکونو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه یې مننه وکړه.