Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په ۱۴۰۲مالي کال کې د هیواد د سترو ګمرکونو چارې مثبتې ور ارزول شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په ۱۴۰۲مالي کال کې د هیواد د سترو ګمرکونو چارې مثبتې ور ارزول شوې

جلسه-۲.jpeg

18 حمل 1403

په ۱۴۰۲ مالي کال کې د هیواد د ګمرکونو د تخنیکي ارزونې ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د استخباراتو لوی ریاست د (۰۲)  ریاست رئیس مولوي احمد الله زاهد، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو.
په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او په اړوندو چارو کې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ۱۴۰۲ مالي کال کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور په ۱۴۰۲ مالي کال کې د هیواد د سترو ګمرکونو چارې د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله ۸.۲ سلنه مثبتې وښودل شوې.
د ګمرکونو او عوایدو معین هم د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو هڅې وستایلې او د تر سره شویو فعالیتونو څخه یې مننه وکړه.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو.
د غونډې په پای کې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تر سره شویو کړنو او فعالیتونو لنډ راپور هم له ګډونوالو سره شریک شو.