تېره اوونۍ د کندهار او نیمروز په ولایتونو کې د یو شمېر توکو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

44.jpeg

13 حمل 1403

تېره اوونۍ د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په نیول شویو توکو کې (۲۴۶۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۳۹۳۶) کیلو ګرامه رُب، (۵۵۷۵) کیلو ګرامه بېلابیل ډوله چاکلیټ، (۲۴۰۰) کیلو ګرامه ګوړه او (۸۶۵) کیلو ګرامه شیدې شاملې دي، چې قاچاقچیانو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي.
نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.