د تورخم ګمرک کارکوونکو د یو شمېر نظامي تجهیزاتو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

66.jpeg

12 حمل 1403

د تورخم ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو د کریم عابد شرکت اړوند په یوې سوداګریزه محموله کې، چې سیمينټ پکښې بار ول (۱۰) میله بېلابېل ډوله تفانچې، (۲۱) عدده شاجورونه او یو عدد کنداغ، چې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي ول او قاچاقچیانو غوښتل، چې له ګاونډي هیواد څخه یې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیول .
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په جدي توګه څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چې یاد توکي صادر او یا وارد کړي.