د ننګرهار ګمرک ریاست کیمیاوي چاودیدونکي توکي (امونیم نایټریټ) له واردېدو څخه مخنیوی وکړ

قاچاق.jpg

11 حوت 1402

د ننګرهار ګمرک د تشرېح مدیریت زړورو کارکوونکو د اکرام شفیق شرکت اړوند په درېیو سوداګریزو محمولو کې (۲۱۲) بستې چې مجموعي وزن یې (۵۰۸۸) کیلو ګرامه کېږي، کیمیاوي چاودیدونکي توکي (امونیم نایټریټ) کشف او ضبط کړ، چې په خورا مهارت سره په پرچون توکو (بلټي)کې ځای پر ځای شوي وو. 
یاد چاودیدونکي توکي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کیدل په تور یې یو تن نیول شوی او د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته ور پیژندل شوې.