د هیواد له ګمرکونو څخه په ورځني ډول زرګونه، صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي محمولې تګ راتګ کوي!

44.jpg

10 حوت 1402

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي رامنځته شوي دي. په ګمرکونو کې کاري موده له (۱۶) څخه تر (۲۴) ساعتونو پورې زیاته شوې، عصري برېښنایي سیسټمونه فعاله شوي، د بهرني ټرانزیټ زماني معیاد له (۵) ورځو څخه (۱۰) ورځو ته غځول شوی، اړتیا ته په کتو د ګمرکونو تشکیل زیات شوې، د قاچاقي توکو څخه په جدي ډول مخنیوی شوې، پراختیایې پروژې لکه میدانونه، هنګرونه، استنادي دیوالونه او داسې نورې پروژې پلي شوي او یا هم تر کار لاندې دي، د ګمرکونو له چارو څخه په سمه توګه څارنه شوې او ستونزو ته یې پر خپل وخت رسیدنه شوې، د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې روڼتیا او لازمه چټکتیا رامنځته شوې او د مالیې وزارت د رهبرۍ ځانګړې پاملرنه چې ورسره د صادراتو، بهرني ټرانزیټ او وارداتو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
پر همدې بنسټ، د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه په اوسط ډول د ورځې نږدې (۲۴۰۰) صادراتي، وارداتي او ټرانزیټي محمولي تګ راتګ کوي، چې له دې شمېر څخه په ورځني ډول، نږدې (۱۸۸۰) وارداتي، څه کم (۴۳۰) صادراتي او نږدې (۱۰۰) بهرنۍ ټرانزیټي محمولې تګ راتګ کوي، چې ټولیز وزن یې څه باندې (۶۰) زره ټنو ته رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت له لوري د ګمرکونو د عصري کولو په لړ کي به ډېر ژر د هیواد په (۱۶) ګمرکونو کې (۲۴) لویي پایې برېښنایي سکنرونه هم نصب شي، چې ورسره به د سوداګریزو توکو په طي مراحلو کې لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او ښه والی رامنځته شي او تر څنګ یې له ایران هیواد سره پر پوله د دواړو هیوادونو ګمرکونه به ۲۴ ساعته ګمرکي فعالیت هم پیل کړي.