د کندهار ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو څه باندې (۱۱۰۰) کیلو ګرامه طبي درمل نیولي

4.jpg

8 حوت 1402

د کندهار ګمرک د ګرځنده څارنې ځيرکو کارکوونکو د ګزمې پر مهال (۱۱۰۴) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله انساني طبي درمل کشف او نیولي دي. 
دغه درمل، چې په بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي ول قاچاقچیانو غوښتل، په قاچاقي ډول یې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي.
نیول شوي درمل د نورو اجراآتو لپاره د کندهار ګمرک ته سپارل شوي دي.