له دې وروسته د حیرتان په سرحدي ګمرک کې اوړه، غنم او د مسافرینو انفرادي توکي هم محصولېږي

۲.jpg

8 حوت 1402

د ګمرکونو لوی ریاست رهبرۍ پرېکړه وکړه، چې د سوداګرو په غوښتنه دوی ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګمرکي پړاوونو د چټکتیا په موخه له دې وروسته د حیرتان په سرحدي ګمرک کې اوړه، غنم او د مسافرینو انفرادي توکي هم محصول کړل شي.
د همدې موخي د عملي کولو لپاره د حیرتان په سرحدي ګمرک کې د یادو توکو د محصول لپاره د اسیکوډا سیسټم فعاله شوی، سوداګر او مسافرین کولای شي، چې خپل یاد شوي توکي په دې ګمرک کې محصول کړي.
له دې وړاندې د حیرتان په سرحدي ګمرک کې یادو توکو ته د کورني ټرانزیټ فورم (T1) جوړېده، سوداګر او مسافرین مکلف ول، چې د خپلو توکو د محصول لپاره د بلخ محصولي ګمرک ته ولاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې سوداګرو دغه غوښتنه بلخ ولایت ته د ګمرکونو لوی رئیس د وروستي سفر پر مهال کړې وه، چې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري یې غوښتنې ته لبیک وویل شو.