د تورخم په ګمرک کې د (۶۷) کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق کېدو مخه ونیول شوه!

33.jpg

7 حوت 1402

د تورخم ګمرک د دروازو لوی مدیریت کارکوونکو په درېیو صادراتي محمولو کې د (۶۷.۲) کیلو ګرامه په اندازه قیمتي او نیمه قیمتي قاچاق کېدونکو ډبرو مخه ونیوله.
دغه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، چې په ډېر مهارت سره په بار وړونکو موټرونو کې ځای پر ځای شوې وې او قاچاق کوونکو غوښتل، چې په پټه یې پاکستان ته ولېږدوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې له قاچاقي او ممنوعه توکو څخه په جدي ډول څارنه کېږي او چاته اجازه نه ور کول کېږي، چې لېږد او را لېږد یې ترسره کړي.