د یو شمېر ولایتونو په ځینو سیمو کې قاچاقي توکي نیول شوي

1.jpg

5 حوت 1402

د کندهار، هرات او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.
په دې نیول شوو توکو کې (۳۵۵۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۷۸۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۱۲) کارټنه نشه یي ممنوعه درمل او (۳۷۰۰) کیلو ګرامه ټوکر شامل دي، چې قاچاقچیانو غوښتل په قاچاقي ډول یې هیواد ته راوړي.
نیول شوي توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.