Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندنې او پروسيس کمپنۍ له سرپرست سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندنې او پروسيس کمپنۍ له سرپرست سره وکتل

۲۲.jpg

24 دلو 1402

 د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په خپل دفتر کې د مس عینک کان د کیندني او پروسيس کمپنۍ له سرپرست لی بن ټاو (Li ben tao) او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د مس عینک کان د کیندنې پر څرنګوالي، په افغانستان کې د یادې کمپنۍ د مالیې په ورکړه، په افغانستان کې د دې کمپنۍ له لوري په جوړېدونکو بنسټونو او یو شمېر ګمرکي مسائلو په تړاو هر اړخیز بحث او خبري وکړې. د ګمرکونو او عوایدو معین له دوی څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې پانګونه کړې. نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال په افغانستان کي د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او پر وړاندي یې هیڅ ډول ستونزه نسته. د ګمرکونو او عوایدو معین د مس عینک کان د کیندنې او پروسيس کمپنۍ سرپرست ته ډاډ ورکړ، چې د شته ستونزو د حل په برخه کې به له دوی سره پوره همکاري وکړي.