تېره اوونۍ په کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې بېلابیل قاچاقي توکي نیول شوي دي

1.jpg

23 دلو 1402

تېره اوونۍ د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یو شمېر وارداتي او صادراتي توکو له قاچاق څخه مخنیوی کړې. په دې نیول شویو توکو کې (۱۱۵۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۴۰۰۰) کیلو ګرامه دال، (۲۲۰۰) کیلو ګرامه یوناني درمل، (۱۲۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۱۷۰) کیلو ګرامه طبي درمل، (۳۵) ټنه مالټې، (۱۲.۲) ټنه شیرني باب، (۲۶۰) کارتنه اچار او (۱۰) عرادې موټرسایکلونه شامل دي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي. همدا شان یادو کارکونکو په هلمند ولایت کې د (۶۵۵۰۰) کیلو ګرامه زړې اوسپنې د صادرولو مخه هم نیولی، چې غوښتل یې پاکستان هیواد ته یې په قاچاقي ډول ولیږدوي.