Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د مرکز او ولایتي ګمرکونو د آرشیف کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ شو! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د مرکز او ولایتي ګمرکونو د آرشیف کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ شو!

GGHafmOXsAAzjk2.jpg

23 دلو 1402

د بشري سرچینو ریاست له لوري او د ګمرکونو لوی ریاست په همکارۍ د ولایتي او مرکز ګمرکونو د آرشیف کارکوونکو ته انلاین روزنیز پروګرام جوړ شو. په دې پروګرام کې، چې د درېیو ورځو لپاره به د مالیې وزارت په خیبرهال کې دوام وکړي، د اسنادو او اړیکو ریاست کارپوهان به د آرشیف، د آرشیف د ډولونو، د آرشیف د ارزښت، د ادارو لپاره د آرشیف د ګټو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړي. د یادونې وړ ده، چې مالیې وزارت تل هڅه کړې، چې په خپلو اړوندو څانګو کې د حضوري او غیر حضوري یا انلاین روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره د کارکوونکو د مسلکي پوهې کچه لوړه کړي؛ تر څو هغوی وکولای شي، چې ورسپارل شوي دندې په غوره او اصولي بڼه پرمخ یوسي.