د روان کال د مرغومې په میاشت کې د هیواد د سترو ګمرکونو چارې د تېر کال د همدې مودې په پرتله غوره و ارزول شوې

GGCXvzjWsAAmtVy.jpg

22 دلو 1402

 د روان مالي کال د مرغومې په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ  د یو کیلي موټرو د ثبت او محصول پروسې، په ګمرکونو کې له ټاکلي وخت څخه د زیات کار کولو، ضبطي توکو، له هیواد څخه د بیرته تلونکو کانټینرانو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د مرغومې په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور کې د هیواد سترو ګمرکونو چارې د تېر کال د همدې مودې او د روان کال د لیندۍ میاشتې په پرتله غوره ښودل شوې وې. همدا شان ګډونوالو د مرغومې میاشتې د راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې. د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو.