د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول خونې د جوړولو پروژه پرانیستل شوه

۱.jpg

21 دلو 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول خونې د جوړېدو پروژه د توکو د ورودي او خروجي فعالیتونو د دوامداره څارنې او شفافیت تأمینولو په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل په ګمرک کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د مالیې وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادريس د دغه پروګرام په پرانیستې وينا کې وويل، چې د هر حکومت دنده خپلو خلکو ته غوره او راڼه خدمتونه وړاندې کول دي، د نننۍ پروژې له پرانیستي څخه هم موخه په ورودي او خروجي پروسه کې د توکو او سوداګریزو فعالیتونو دقت او چټکتیا، د امنیت زیاتول او د غیر قانوني توکو له ورود څخه مخنیوی کول دي او د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د شفافو خدمتونو په وړاندي کولو سره خپل مسؤلیتونه او دندې پرمخ یوسي؛ ترڅو لومړی د خدای (ج) او بیا د خلکو رضایت ترلاسه کړي.
ورپسې د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید د هیواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې له دغه ګام څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، دغه کنټرول خونه، چې د سمبالولو په حال کې ده، د هیواد ټول ګمرکونه سره نښلوي او هیوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي. هغه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات او کړنې په بشپړ ډول د خلکو او هیواد په ګټه دي.
وروسته بيا د يادي خوني د جوړولو شرکت مسؤل محمد ظاهر ابراهيمي وويل، چي دغه خونه به له نړيوالو معيارونو او سټنډرډ سره سمه جوړه شي.
په پای کي د دې پروژې د جوړولو کار د پټۍ په پرې کولو او د تهداب ډبرې په اېښودلو سره رسماً پرانیستل شو، د دغي پروژې لګښت شاوخوا (۱۷،۵) میلیونه افغانۍ کېږي، چې په راتلونکو اتو میاشتو کي به بشپړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.