د ګمرکونو لوی ریاست په اړوندو برخو کې څلور تنه نوي امرین معرفي شول

۱.jpg

19 دلو 1402

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ ښاغلی ذبیح الله ایوبي د ګمرکي معافیتونو او رژيم امر، ښاغلی عبدالبر خادم د کنټرول روم امر، ښاغلی ایمیل مشفق د کورنیو او نړیوالو بیو د تحلیل امر او ښاغلی عصمت الله زاهد د پروژو د همغږۍ امر په توګه نن د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نویو ګمارل شویو امرینو سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړي.