د ګمرکونو او عوایدو معین له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لېدنه وکړه.

2.jpg

14 دلو 1402

د ګمرکونو او عواید معین ملا عبدالقاهر”حاجي ادریس” او مل پلاوي، چې د افغانستان د کانونو او پانګوني خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده یې هم ملتیا کوله، د کابل ښار له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لېدنه وکړه.
د ګمرکونو او عوایدو معین پانګوال وستایل ، چې د هیواد د ابادۍ او هیوادوالو ته یې د کاري زمینې د برابرولو په موخه پانګونه کړې، 
نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ ، چې د پانګوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او شته امکاناتو ته په کتو سره به ستاسو ټولې اصولي غوښتنې هم ومنل شي.