د ولایتي ګمرکونو د تهیې او خریدارۍ مدیرانو ته د تدارکاتو د پروسې په تړاو آنلاین روزنیز پروګرام ترسره شو!

تدارک.jpeg

15 دلو 1402

د بشري سرچینو ریاست، د تدارکاتو ریاست په همکارۍ د ولایتي ګمرکونو د تهیې او خریدارۍ مدیرانو ته آنلاین روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دغه ناسته کې، چې د مالیې وزارت، اداري معینیت د کنفرانسونو په سالون کې جوړه شوې وه، د ګمرکونو عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د تدارکاتو رئیس سید بشیراحمد او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو. 
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کې وویل: لکه څنګه، چې په ادارو کې د ستونزو اصلي سرچینه د اصولو او قوانینو په اړه د کارکوونکو نه پوهاوی دی، نو د مالیې وزارت مشرتابه د ظرفیتونو پر لوړولو او په مسلکي پوهې باندې ټینګار کړی؛ نو د بشري سرچینو ریاست کوښښ کوي، چې د آنلاین او حضوري روزنیزو پروګرامونو له لارې دغه تشه ډکه کړي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له شته فرصتونو او امکاناتو څخه مثبته ګټه پورته کړي، خپل ظرفیتونه لوړ کړي او ورسپارل شوې دندې د دندو د لایحې او اصولو سره سم پرمخ یوسي.
د تدارکاتو رئیس سید بشیراحمد د تدارکاتو په پروسه کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په ورسپارل شوو مسؤلیتونو کې جدي پاملرنه او له مراجعینو سره نېک چلند وکړي.
د ګمرکونو عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد چې په دې ناسته کې یې په آنلاین ډول ګډون کړی وو، د مالیې وزارت اړوندو ادارو د کارکوونکو ظرفیت لوړوني په موخه د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو له امله د بشري سرچینو له ریاست څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له چمتو شوي پروګرام څخه په سمه توګه ګټه واخلي او هغه څه، چې زده کوي نورو ته یې هم انتفال کړي؛ ترڅو کارونه په اصولي ډول پرمخ ولاړ شي.
د یادوني وړ ده، چې دغه پروګرام به یوه اونۍ دوام وکړي، په هغه کې به ګډونوالو ته تدارکاتي پلان او پروسې، د آفرونو ارزونه، شرطپاڼې او قراردادونه تشریح او توضیح کړای شي.