د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یو شمېر نظامي توکو د قاچاق مخه نیولې

333.jpg

12 دلو 1402

د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارنې ځيرکو کارکوونکو د یاد ولایت د ډکې په سیمه کې د یو شمېر نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخنیوی کړی، چې غوښتل یې له پاکستان څخه یې افغانستان ته راولېږدوي. په نیول شوو تجهیزاتو کې (۱۲) دانې د کلکوف شاجورونه، (۳۰) دانې د توفنچې شاجورونه، (۲۰) دانې د نورو بېلابېلو اسلحو شاجورونه او یو شمېر نور تجهیزات شامل دي. په دې تور یو کس نیول شوی، چې د نورو څېړنو لپاره به اړوندو امنیتي ارګانونو ته ور وسپارل شي.