Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د مالیې وزیر د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ګمرک د موټرو تم ځای د جوړیدو پرانېسته وکړه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د مالیې وزیر د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ګمرک د موټرو تم ځای د جوړیدو پرانېسته وکړه

eftetah.jpeg

11 دلو 1402

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، چې په رسمي سفر بلخ ولایت ته تللی، نن یې د (۴۷.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د ګمرک د موټرو تم ځای د جوړیدو پرانېسته وکړه.
په دې پرانیست غونډه کې، چې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د بلخ ګمرک رئیس، د یاد ولایت مستوفي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او د یو شمېر سېمه ایزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړې وو، د بلخ والي د سوداګرو د هڅونې تر څنګ وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په هدایت ټولې ادارې مکلفې دي، چې په بېلابیلو برخو کې سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د مالیې وزیر وویل، چې زموږ هڅه دا ده څو په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د هیواد په پاتې ګمرکونو کې هم ورته پروژې پیل کړو.
د ګمرکونو لوی رئیس د دې پروژې د تخنیکي معلوماتو د شریکولو تر څنګ وویل، چې د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده، چې د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته ټولې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او موږ چمتو یو، چې شته امکاناتو ته په کتو سره د دوی ټولې غوښتنې ومنو.
د بلخ ګمرک د موټرو د تم ځای پروژه په شاوخوا (۷.۵) جریبه ځمکه کې په اساسي ډول کانکریټ اچونه کیږي، چې چارې به یې تر راتکونکو ۷ میاشتو پورې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي.