د ګمرکونو لوی رئیس د اقینې ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه

۲.jpeg

11 دلو 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د اقینې ګمرک له چارو څخه د ارزونې تر څنګ د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل. نوموړي د اقینې ګمرک له مسؤلینو او کارکونکو سره په لیدنه کې په ورځینو چارو کې د دوی د ستونزو د اوریدو تر څنګ د چارو د لا ښه والي او د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت سره د رسیدنې په برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. د ګمرکونو لوی رئیس د فاریاب ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې په ګمرکي چارو کې د دوی ستونزې واوریدلې، چې د نوموړي له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو. د فاریاب ولایت سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د سوداګریزو توکو د چټک طی مراحلو لپاره د اقینې ګمرک کاري وخت دې زیات شي. د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته ډاډ ورکر، چې ژر به شته امکاناتو ته په کتو سره د یاد ګمرک کاري وخت زیات کړي.