د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکونکو بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي

1.jpeg

11 دلو 1402

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکونکو د دې ولایت په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي، چې غوښتل یې افغانستان ته یې راوړي کشف او ونیولي دي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۰۷۷۱) کیلو ګرامه چاکلیټ او ککو، (۹۶۰) کیلو ګرامه رُب او (۱۱۲۸) کیلو ګرامه مالټې شاملې دي. یاد نیول شوي توکي د نورو اجرااتو لپاره نیمروز ګمرک ته سپارل شوي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په کچه د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په جدي ډول څارنه کیږي او چاته اجازه نه ورکول کیږي، چې یاد توکي وارد او یا صادر کړي.