د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ګمرک د چارو د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

mazar-1.jpg

10 دلو 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یې د بلخ ګمرک د چارو د ارزونې تر څنګ د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل.
د ګمرکونو لوی رئیس د بلخ ګمرک له کارکونکو سره په لیدنه کې دوی ته د کارکونکو تر منځ د لازمې همغږۍ رامنځته کیدو، اسلامي اصولو سره سم د خپل صورت او سیرت د برابرولو، پر خپل وخت سره د خلکو ستونزو ته د رسیدنې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د ځینو اقلامو د تعرفې، ګمرکي طی مراحلو او ځینو نورو برخو کې د دوی ستونزې واوریدلی، چې د ګمرکونو لوی رئیس له لوري شته امکاناتو ته په کتو سره د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئیس وړمه ورځ کندوز ولایت ته هم سفر کړی وو او هلته یې د ګمرک د چارو د ارزونې تر څنګ د کندوز له والي او یو شمېر سوداګرو سره هم لیدنه کړې وه.